نظم

په کار نه ده

Gul Pacha Ulfat

په مذهب او دين خندا څه په کار نه ده

پيروي دهر هر چا څه په کار نه ده

که مانع د جدوجهد او د کار وي

شېخ صاحبه دا قبا څه په کارنه ده

نن دتوری حکومت دی په جهان کې

اوس اوږده او شنه امسا څه په کار نه ده

دخپل زړه کورته د علم رڼا راوړه

دا دغره په سر رڼا څه په کار نه ده

چې وطن پرې رڼا نشي سر تر سره

دا دسترگو رپ برېښنا څه په کارنه ده

چې تېره توره سره زرکړي بې برشه

دا هنر دغه کيميا څه په کار نه ده

په دنيا کې که فايده ترېنه وانخلی

آخرت کې خود نيا څه په کار نه ده

چې تميز دنر او ښځې پکې نه وي

په هغه ژبه وينا څه په کار نه ده

ځان ساتل به دې منصور غوندې په دار کا

پخپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده