نظم
په ښکلا مين
Gul Pacha Ulfatڅوک مين په ښکلا څوک مين په ښکلو
يو په خوله ترې اخلي خوند بل په کتلو
د چا برخه د ښکلا درک و احساس
د بل برخه وي جنسي دلک و تماس
يولېوال وي چې ترې واخلی خوند خلوت کښې
بل وي محوه په جمال د طبيعت کښې
محبوبه د هنرمند ښکلی معنا ده
معشوقه د بوالهوس پادر هوا ده
د چا سترگې څاري ستوری او سپوږمۍ
د چا برخه هوسو نه خرمستۍ
د يوه نظر په شکل او صورت وي
او د بل محبوب خپله محبت وي
ظاهربين په سپين پوستکی مينېږي
سطحي مينه ځي پوستکی ژر تورېږي
ښکلی دي فاني ښکلا ده بې زواله
بې نيازه له گاڼو له خط و خاله
د "الفت " محبوب عرض نه دی جوهر دی
په نظر کښې يې چې ښکلی دی هنر دی