نظم په ليلی پسې ځم Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 مکړه په ما هسې گمان چې په دنيا پسې ځم له خانقا نه رابهر شوم په ليلا پسې ځم 02 چې د آشنا قدر کوي هغه جانان لټوم نه يم هغه چې به هر ځای ته په هر چا پسې ځم 03 لوی او واړه نه پېژنم يم دماشوم په مثال څوک چې کړي مينه راسره هغه لالا پسې ځم 04 سر ته د بام يمه روان د لوېدو ډار نه لرم نه راستنېږم د سپوږمۍ سپينې رڼا پسې ځم 05 زړه مې هلک دی د پردۍ باغچې گلونه غواړي ددنيا غل مې مه گڼه د گلو غلا پسې ځم 06 چرگوړی نه يم چې دانه پسې له کوره اوزم لکه بلبل د گل په لوری په بورا پسې ځم 07 له فرعونانو ځنې تښتم د مولا په طرف د غرونو سر ته د حق نور او تجلا پسې ځم Dictionary meaning × Headword