شعر

پہ منځ یا پہ اخرہ کښې استعمالولے شی ۔

Gul Pacha Ulfat

پہ منځ یا پہ اخرہ کښې استعمالولے شی ۔

ھائیکو بہ پہ ۵، ۷، ۵ پہ چپو کښې لیکلے شی ، چپو تہ پہ جاپانۍ ژبہ کښې

on یا morae وئیلے شی ۔ د انګرېزۍ دولس(۱۲) syllables د وولس (۱۷ )on

برابر وی ۔ پہ جدیدہ ھائیکو کښې د ۵،۷،۵ جوړښت باندې اوس پابندی ضروری

نۂ دہ بلکې پہ راویتی ھائیکو کښې پخواھم کمے بېشے بہ اوشو لکہ دا ھائیکو:

دا ھائیکو پہ اتلسو چپو مشتمل دہ

انګرېزی ترجمہ یې داسې دہ:

ځنې پوھان د چپو دا تقسیم سم نۂ ګڼی دا پہ واړہ مصرعو کښې د ۵،۷،۵، د

ترتیب نہ مختلف کېدے شی۔

د ھائیکو درئیم ضروری عنصر فطرت یا موسم ګڼلے کېدۂ خو پہ جدیدہ ھائیکو

کښې دا پابندی ھم ضروری نۂ ګڼلے کېږی اوس ھائیکو پہ ھرې موضوع باندې

لیکلے شی۔

د ھائیکو پېدائش پہ ۱۴۲۱ ء کښې پہ جاپان کښې وشو. Mastuo Basho د ھائیکو

پلار دے۔ د باشو دور دے ۱۶۴۴–۱۶۹۴ پورې باشو تہ د کلاسک درجہ حاصل دہ۔

دۂ پہ ھائیکو کښې د juxtaposition د ۵،۷،۵ د جوړښت او د Kido پورہ پورہ

خیال ساتلے شوے دے۔ باشو پسې رحجان ساز شاعر دے Yusa Buson ددۂ دور دے

۱۷۸۱-۱۷۸۹۔ Kobayashi Issa چې دور یې دے د۱۷۶۳-۱۸۲۷ پورې دې ټولو

شاعرانو خپل خپل پہ دور کښې پہ ھائیکو کښې تجربات کړی دی، ځنو پکښې د نثر

او مصورۍ حصہ ھم ګرځولې دہ۔ خو چا چې ھائیکو د دنیا او جدت سرہ اشنا کړې

دہ ھغہ دے Mosaoka Shiki ددۂ دور دے ۱۸۶۷-۱۹۰۲ پورې Shiki پہ ھائيکو

باندې پخپلہ مضامین ولیکل پہ ھرہ میاشتہ کښې بہ یې پرې غونډې او اجلاسونہ

کول۔

پہ ټولو کښې اول ھائيکو د جاپان نہ انګلېنډ تہ سفر وکړو۔ پہ انګلېنډکښې

Ezra Pound پہ کال ۱۹۱۳ کښې ”In a Satation of Metro“ ولیکلہ خو پہ

انګرېزانو کښې د نۂ ھېرولو کار د Blyth, Yasuda,Henderson دے د انګلېند نہ

ھائیکو امریکہ، فرانس، سپېن او مکسیکو وغیرہ تہ خورہ شوہ۔ برصغیر تہ ھائیکو

تہ د انګرېزۍ پہ ذریعہ راغلہ دلتہ د ټولو نہ مخکښې ھائیکو نوبل انعام یافتہ

شاعر ادیب رابندر ناتھ ټېګور پہ بنګالۍ ژبہ کښې اولیکلہ، ټېګور پہ ګجراتی

او ھندی کښې ھم تجربې وکړې، Sneharshami ھائیکو پہ ھندوستان کښې مشھورہ

کړہ۔ پاکستانی شاعر عمر ترین پہ ھائیکو کښې ښہ نوم پېدا کړو۔ پہ کال

۲۰۰۸ د فرورۍ میاشتہ کښې پہ بنګلور کښې پہ ھائیکو باندې عالمی festival

منعقد کړے شو چې پکښې د دنیا د مختلفو برخو نہ د ھائیکو شاعرانو او مئينانو

حصہ واخستہ۔

پښتو ادب تہ ھائیکو د اردو نہ راغلہ۔ رب نواز مائل دعویٰ ګیر دے چې پہ

پښتو ژبہ کښې ھائيکو د ټولو نہ اول ھغۂ لیکلې دہ، پہ اولس کوئټہ ۱۹۸۲

پہ ۱۹۹۰ کښې د قاسم بنوی او د علی کمېل قزلباش د دواړو ھائیکو پہ انعام

د فطرت، موسمونو د یو teenager د جذباتو عکاسی پکښې موندے شی۔ ځنې ھائیکو

ګانې یې زدِ عام دی لکہ

چا راتہ وې چې د سپرلی ورځو کښې

ھغہ تر لرې ګرځی ساګو پسې

ځکہ پټی کښې مې شړشم وکرل

ځائے ښہ ھائیکو ګانې پہ نظر راځی خو اظھار دیو ښکلی ښہ خیال انتظار نۂ دے

کړے مقدار لہ یې پہ معیار ترجیع ورکړې دہ۔

د ناھید سحر د ھائیکو مجموعہ د خپلو د خوبو تعبیر لټؤم نوی خیالات او

خځینہ جذبات لری۔

پہ کال ۲۰۱۸ کښې د قاسم بنوی د ھائیکو مجموعہ پہ مارکیټ کښې راغلہ قاسم بنوی

د راویتی ھائیکو پلوی دے خو صرف د ۵،۷،۵ جوړښت تر حدہ پورې۔ دجاپانی ژبې د

morae او زمونږ د چپو نظام کښې فرق دے۔ کلہ چې یو غټ کټ سړی لہ لنډہ تنګ

جامہ اچولو لہ ورکړے شی ھغہ پکښې تنګسیا ضرور محسوس کوی د قاسم بنوی ځنې

ھائیکو داسې دی خو دھغۂ مجموعہ کښې ښکلې ښکلې نمونې ھم موجود دی۔ ډېرې

ھائیکو د اورد نتیجہ دہ لکہ دا ھائیکو د پښتو متل دے:

چې چرتہ ډب وی ، ھلتہ ادب وی

لۂ دې متل نہ یې ھائیکو جوړہ کړہ۔

چرتہ چې وی ډب

داسې پښتانۂ وائي

ھلتہ وي ادب

یو یې خو متل وران کړو داسې پښتانۂ وائی پکښې لۂ لۂ کومہ راغے۔ بلہ

زبردستی ښکارہ دہ۔ پہ پښتو کښی ژبہ کښې نور بلھا شاعران ھائیکو لیکی خو

مزاحیہ رنګ داخل کړے دے خو ځنې پکښې ناشائستہ دي۔