غزل په مذهب اودين خندا څه په کارنه ده Gul Pacha Ulfat Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پيروي د هر هرچا څه په کار نه ده 02 که مانع د جدو جهد او د کاروي 03 شيخ صاحبه دا قبا څه په کارنه ده 04 نن د توري حکومت دي په جهان کي 05 اوس اوږده او شنه امسا څه په کارنه ده 06 د خپل زړه کورته د علم ر ڼا راوړه 07 داد غره په سر رڼا څه په کار نه ده 08 چي تيره توره سره زرکړي بي برشه 09 دا هنر دغه کيميا څه په کارنه ده 10 په دنياکي که فايده ترينه وا نخلي 11 أ خرت کي خو دنيا څه په کارونه ده 12 چي تميز د نر او ښځي پکي نه وي 13 په هغه ژبه وينا څه په کار نه ده 14 ځان ستايل به دي منصور غوندي په دارکا 15 پخپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده Dictionary meaning × Headword