غزل
په ږیره دبابا چې ماشومان لوبې کوي
Gul Pacha Ulfatخپه یم په مشرانو چې کشران لوبې کوي
په مدحه په ستایلو په بوټونو پاکولو
داخلق نن سبا په ولا شان لوبې کوي
چې هر طرف یې بیایي په هماغه طرف درومي
په ځینو کاردارانو درباریان لوبې کوي
سپاره یې په اوږو شوه چې په دې فن کې استادؤ
واړه په لویو باندې دغه شان لوبې کوي
حاکمه خبر نه یې تاته څوک نه شي ویلې
په تا باندې څو تنه ملکان لوبې کوي
چې ساتي بیزو ګان او ټوله ورځ شادي بازي کا
ډیر ښه دي تر هغو چې په انسان لو بې کوي
که هر څه دې زړه غواړي هغه کیږي چې پیسې وي
رشوت په رشوت خور باندې هر شان لوبې کوي
ما ولید مردار خور دی جګ مقام ته رسیدلې
د ستور نشان یې واخیست په ډیر ان لوبې کوي
دغلو ملګري کیږي هغه وخت کې تمام خلق
دشاه په رعیت چې حاکمان لوبې کوي
هرڅه هلته بل شان وي حقیقت نه معلومیږي
په سترګو او نظر چې مداریان لو بې کوي
دمچ میږي کار نه دی چې به سره اور ځان ستي کا
په بلو لمبو باندې پتنګان لو بې کوي