غزل

په ږيره د بابا اوس ماشومان لوبې کوي

Gul Pacha Ulfat

خپه يم په مشرانو چې کشران لوبې کوي

په مدحه په ستايلو په بوټونو پاکولو

داحلق نن سبا په والاشان لوبې کوي

چې هرطرف يې بيا يی په هماغه طرف درومي

په ځينو کار دارانو درباريان لوبې کوي

سپاره يې په اوږوشوه چې په دې فن کې استادؤ

واړه  په لويو باندې دغه شان لوبې کوي

حاکمه خبرنه يې تاته څوک نشي ويلی

په  تاباندې  څو تنه  ملکان  لوبې کوي

چې ساتي بيزوګان او ټوله ورځ شادي بازي کا

ډېر ښه دی  تر هغو چې په انسان لوبې کوي

که هر څه دې زړه غواړی هغه کېږي چې پيسې وي

رشوت په رشوت خوﻻ باندې هرشان لوبې کوي

ما وليد مردارخوردی جګ مقام ته رسېدلی

د ستورنشان يې واخيست په  ډيران لوبې کوي

د سپوقدر زياتېږي په هغه ځاي کې هر ګوره

چې تل يې په چرګانوګيدړان لوبې کوي

دغلو ملګری کېږي هغه وخت کې تمام خلق

دشاه په رعيت چې حاکمان لوبې کوي

هرڅه هلته بل شان وي حقيقت نه معلوميږې

په سترګو او نظر چې مداريان لوبې کوي

جوړېږي نه هيڅکله خو د مرګ تر ورځې پورې

زمونږ په رنځورانو پساريان لوبې کوي

د مچ مېږي کارنه دی چې په سره اورځان ستي کا

په بلو لمبو باندې پتنګان لوبې کوي