غزل په اشارو خبرې مه زده کوه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 په اشارو خبرې مه زده کوه د غلچکو خبرې مه زده کوه 02 خير په پښتو خبرې مه زده کوه د مېړنو خبرې مه زده کوه 03 څو چې اوچت وي هومره زر شي فنا د بړبوکو خبرې مه زده کوه 04 در له اجل يې دی تحفه د سکون د منزلو خبرې مه زده کوه 05 بس محبت دی وَحده لا شريک د فلسفو خبرې مه زده کوه 06 څه اضطراب چې نتيجه يې وي مرگ د سپېلنو خبرې مه زده کوه 07 سترگې درنې پورته کوه پښتنې ته دهندکو خبرې مه زده کوه 08 آيينه گورې؟ ځانته ځير مه گوره د زړه ويشتو خبرې مه زده کوه 09 حمزه ته تل کړه د راتلو خبرې ولې د تلو خبرې مه زده کوه Dictionary meaning × Headword