غزل
په ديدن د اشنا ټول يم سترگې سترگې
Hamza Shinwariپه ديدن د اشنا ټول يم سترگې سترگې
چې دروغ هم اورېدی شي غوږ خو نه يم
جوش د عشق مې رابرسېره جنون نه کړ
چې د سيند په مخ پيدا شي ځگ خو نه يم
که رنځور يم خو د حال له ښه صفت نه
ای طبيبه قال ويونکيه رگ خو نه يم
زه که تور يم او که سپين يمه ډېر ښه يم
شکر دادی چې يو حال يم برگ خو نه يم
سياحت د بنگالې، دې عبث ښکاري
د عوېداره ستا په شان ته ټگ خو نه يم
چې يې بې آبه حلال کړي غږ ونه کړي
زه حمزه يم زوروره مږ خو نه يم