غزل

په گوټ گوټ د بلا نوش صبر تمام شو

Hamza Shinwari

په گوټ گوټ د بلا نوش صبر تمام شو

ساقي څنگه ميخانه څنگه دې جام شو

پيداوښت مې يو پېغور و د ملکو

محبت مې چې په برخه شو الزام شو

نن له ورايه چې موسکی ښکارې قاصده

زړه د يار دی سر يې تا وته انعام

وايي زړه دې د رنجو د خاله تور دی

خدای دې نه کړي چې اشنا عقل دې خام شو

ستا د دنگې غړۍ ياد و ساقي مست وم

صراحي مې لوبو له جوړ ترې جام شو

چې ډيوه د انتظار شوه زما بله

خوب مې کډه کړي د سترگو نه نماښام شو

د حمزه نظر دې واخيست ديار خاله

ښه شوه ښه ددې دانې سره چې دام شو