غزل

په کاشانه زما په قهر جانان را مه ولې

Hamza Shinwari

په کاشانه زما په قهر جانان را مه ولې

خدايه چمن ته د وصال مې خزان را مه ولې

ديار دجور او دجفا گيله زما په دهن

پاکه خاونده د محشر په ميدان را مه ولې

په نورستان مې د وصال چې منور شي زړگی

بيا شبستان پرې د فراق او هجران را مه ولې

وصل و هجران دې وي د ستا صحوه او سکر زما

د ماسوا خيال مې په زړه کې سبحان را مه ولې

چې بل وجود سوا د تا ځنې موجود وگڼي

د خوار خسته حمزه په زړه کې گومان را مه ولې