غزل

په خوشحالۍ او په خندا سره اختر راغی

Hamza Shinwari

په خوشحالۍ او په خندا سره اختر راغی

هلال د وروځو په صورت کې دخنجر راغی

د بڼو غشی مې سينې ته برابر راغی

گويا رگ رگ سره دعوت مې د نشتر راغی

راشئ رندانو چې افطار په ميخانه کې کوو

د مخ بچگانو ميخانې لره لښکر راغی

کيف و سرور به د اختر شي په شرابو دو چند

کيف و سرور که په ژړا کې د سحر راغی

سرخي د مخ راځنې يووړله افسوس ميو

رنگ مې په مخ کې د مينا او دساغر راغی

په مينوشانو کې يې ته هم اميدوار وليدې

نوم د حمزه د يار په ور کې په مسطر راغی