غزل
په لېمو کې مې غړېږي د چا سترگې
Hamza Shinwariپه لېمو کې مې غړېږي د چا سترگې
چې کاته د مسيحا کړي زما سترگې
عشقه حسن دې فرېب ته نه رسېږي
چې دې زړه کوي خندا او ژړا سترگې
ستا د سترگو بلا واخلم داسې نشته
ما ليدلې په دنيا دي بلا سترگې
دا د چا يې شوخې سترگې دي ليدلې
چې کاته کړي وار خطا وار خطا سترگې
هر سبا د چا انجام ته اشاره ده
څه خو ما ته شه گويا د سبا سترگې
اوس کشتۍ دي د يقين د جواهرو
که پخوا مې دي کچکول د گدا سترگې
په ککو کې مې د شپو لکه ډيوې دي
دا محتاجې ستا د مخ د رڼا سترگې
ما حمزه ته به ويړيا وي د ويړيا نه
که مې واخلې د ديدن په بها سترگې