غزل
په ما گرانه ړونده عشقه هره اوښکه مې لېمه کړه
Hamza Shinwariپه ما گرانه ړونده عشقه هره اوښکه مې لېمه کړه
بيا په تنده کې د ديد يې په اشنا پسې اوبه کړه
زه سوزېږمه بې درده په غرمو دتصور ستا
د بڼو د سوري لاندې تصور زما ويده کړه
پېمانې سترگې زما کړې ستا د لبو خمار تږی
ساقي ځار دې شم له سترگو لږ لېمه خو په ما سره کړه
په زړه وايې ما شُهره کړه، په خوله وايې فرياد مه کړه
زما زړه دې زمانه کړ، څه که خوله دې زما خوله کړه
که هر څو په انکار سر يې هسکولی سترگې نه شې
په خاطر ددې حيا دې تېر وختونه راپه زړه کړه
عادي شوی د اخفا يم تا ويل او زه خاموش وم
د نظر په ژبه پوهه کومه کومه ما ونه کړه
سر مې ځای دی له هر ښکلي، زړه حمزه د خپل اشنا دی
د پتنگ خويونه زده کړه د پتنگ خويونه مه کړه