غزل

په سپرلي د خار په ژبه دگلونو افسانه شوه

Hamza Shinwari

په سپرلي د خار په ژبه دگلونو افسانه شوه

چې وصال د اشنا وشو بيابان که و خانه شوه

چې مې سترگې ستا په لور کړې د پرهېز له قيده خلاص شوم

چې کوزه د اوداسه مې شکسته کړه پيمانه شوه

زه په عشق کې بت پرست شوم جوړه لويه بهانه شوه

په حرم په بت خانه کې څنگه جوړه يارانه شوه

رنده راشه ترې وباسه پکې مې د معرفت شته

چې زما په خوږه وينه زرغونه د زړه دانه شوه

ته هغسې کبريايې ، زه هغسې بې نوا يم

شته په ما لکه پخوا وه نه چې تېره زمانه شوه

کړې بلا په دام کې گېره د بلا قوت لرې ته

چې دې بنده په کاکل کې د هزار غاښو شانه شوه

هغه شمع دزړه سوز ته د حمزه چې په کتو ده

په سلگو او په ژړا شوه په غورځنگ شوه پروانه شوه