غزل پښتونه چې پراخه دې وختونو ميخانه کړه Hamza Shinwari Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 پښتونه چې پراخه دې وختونو ميخانه کړه ښه ځوانه، له ميخوار نه دې اوس لويه پيمانه کړه 02 کامل کړه فرديت له هغه پس اجتماعي شه د کلي له استوگنې نه پخوا جوړه خانه کړه 03 دا نورې آستانې به د رښتيا وو آستانې شي ړومبی که خپله خاوره د وطن دې آستانه کړه 04 دا نوی ژوند دې ښه دی ، خو شعور دې پخوانی وي پښتونه راستنه دې هغه تېره زمانه کړه 05 په خوی اور اور کې شه په ځلا خو بې له تاوه په وخت د قربانۍ له ځانه جوړه پروانه کړه 06 دا سترگې به تر څو د تندرونو درته سرې وي په بڼ کې د پرېوونو ورشه جوړه آشيانه کړه 07 زبېرگو ته تسلسل د يو مقصد د پاره ورکړه پيدا له دې ژړا نه ملاتړلې ترانه کړه 08 پيدا به د ژوندون په پرېشانو کې جمعيت شي دا گډې وډې زلفې د پښتو خو دې شانه کړه 09 حمزه د زړه په تل کې دا بې صبره غوندې اوښکه روزه يې، دملت په غم ترې جوړه دُردانه کړه Dictionary meaning × Headword