غزل

پام چه تمنا دې بې نشې نه شۍ

Hamza Shinwari

لنډې مرحلې چه دې اوږدې نه شۍ

عشقه پښيمانئ په ميو مستې کړه

پام کوه چه جوړې ترې توبې نه شۍ

داسې اوبه هم ساقۍ لرې که نه

کيف ئې وې سيوا خو سترګې سرې نه شۍ

هومره مې ځوانئ د غزل پاتې دې

څو چه ورکې ستا ښکلې غمزې نه شۍ

تللې دۍ حمزه پښتون اشنا وته

بيڅه را واپس به مې جرګې نه شۍ