غزل
پارينه مې د هستۍ شولو اوراق
Hamza Shinwariپارينه مې د هستۍ شولو اوراق
رانه هېر شو وړاندې وروستو ټول اسباق
ومه څاڅکی خو چې مل شوم له دريابه
اسو په ما د څاڅکي ته کېږي اطلاق
تر قيامته ده گواه زما په وينو
دا سرخي چې درته ښکاري د اشفاق
د مطلق سره مې ځکه اطلاق راغی
چې مې ناوې د دارينو کړه طلاق
ای حمزه! خوشحاله اوسه خفه نه شې
د وصلت مور د هجران زامن کړه عاق