غزل
پيالي نسکوروم دي تشو مه خو دې نه
Abdul Bari Jahaniنصيبه بد لوم دي قبلومه خودي نه
تقد ير ه زولنې دي دجانان ترکوڅې وړمه
زندانه نړوم دي تېرومه خودي نه
ازل مي لېو نتوب دی له نامه سره کرلي
ګرېوانه څيروم دي ټولو مه خودي نه
دسرسودامنمه خوچي سرټيټول غواړي
قاصده ستنوم دي ورلېږمه خو دي نه
خالق مي ککرۍ سجدې ته نه دي پيدا کړي
تند يه ماتوم دي لګومه خو دي نه
يا غي يم د فرياد د پاره نه يمه راغلي
أسمانه کڼوم دي ژړوم خودي نه
د غره پر ژبه غواړم د شيرينې د نوم ذکر
جنونه پاروم دي ويدومه خو دي نه
زخمونه د حبيب دي د طبيب کوڅې ته نه ځم
پر هاره شوړوم دي رغومه خو دي نه
چې هر محراب ته ځمه ستا جلوه پکي بليږي
د يار د تصوير خاله هيرومه خو دي نه
چي شمېر د جهاني د ګناهونو باندي کيږي
زاهده ړندوم دي خپلومه خو دي نه