نظم

پيمان

Abdul Bari Jahani

هغه شپه به مي تر مرګه هېره نه سي

چي په قهر دي ور پوري كړ روان سوې

ورسره وې څو ترخې ترخې خبري

لكه تل چي مي له ميني ګرېزان سوې

زه او ته دواړه پر خپله خبر ټينګ و

دواړو خپله خپله لاره ونيوله

موږ د ميني د محفل په سپينه شپه كي

لګېدلې شمع ولي توروله

راسه دواړه يو د بل خطا معاف كو

ما خو تا ته ستا خطا در وبخښله

درس د ميني وي د ژوند په سختو شپو كي

په لمبو كي د توپان مستو څپو كي

چي توكل مو وي پر خداى او يو كو زړونه

سره وركو په اخلاص دواړه لاسونه

چي نړۍ بدليږي ورځي شپې تېرېږي

چي زموږ زړه غواړي هغه به راپېښېږي

موږ لومړى فكر كاوه چي عشق آسان دى

داسي ښكاري چي ژوند حكم د زمان دى

د زمان په حكم رنګ د داستان جوړ سي

چا ته وصل چا ته اور د هجران جوړ سي

يو له بله سره زده كو درس د ميني

او د ميني زړه ته وركو د زړه ويني

همېشه چي يو د بل په زړه كي ګران يو

د لحد خولې ته به يو ځاى ور روان يو