نظم

پير

Gul Pacha Ulfat

که حرام خوري که روژه خوري که ريا کړي

مه وايه! چې پير خطا کړي يا گناه کړي

اسلام ځي مگر پيري نه ځي له پيره

که هر څو دنيا ته مخه دين ته شا کړي

عقيده د چا په پير نه خرابېږي

که خراب خراب کارونه بر ملا کړي

خلک به وايي تلاوت او تهجد کا

ټوله شپه که فاحشو سره سبا کړي

له نيکونو نمسو ته پاتې کېږي

د درگاه له سپي سره پيري وفا کړي