نظم

پير مُغان

Abdul Bari Jahani

پير مغان د ميخانې په کونج کي

پرون ميخورو ته ورو - ورو ويله:

د مستۍ جام يې و ګرېوان ته توی سو

پاس يې د سترګو تر کونجو کتله

جام د جمشيد خم د سوما که نه وي

خو دا ويجاړه ميکده خو لرو

سپيني سينې بنګ او نڅا که نه وي

خواږه ياران توده نغمه خو لرو

که دا زړې نغمې مو نوي نه کړې

که دا ويجاړي مو آبادي نه کړې

که د غوټيو د سپړلو په نوم

خزاني تندي مو بربادي نه کړې

نو دا ويجاړه ميکده به نه وي

خواږه ياران توده نغمه به نه وي