نظم

پښتنواله وايي

Gul Pacha Ulfat

د خيبر غرونه رغونه ما په سرو وينو لړلی

غليمان د پښتنو مې پښتنو باندې وژلی

ددې لوړو غرو وږمه يم

راويښ کړی مې پښتون دی

د مړانې سرنامه يم

ازادی زما مضمون دی

د غيرت او ننگ نغمه يم

هر اهنگ مې ډېر موزون دی

د زيږو گټو ځانگوکې

ماشومان مازنگولی

د اوچتو غروسروکې

شنه زمريان دی ما روزلی

د خوشحال په ترانو کې

توريالی دي ما ستايلی

ما د توری آب ساتلی لا تر اوسه په جهان کې

دميوند جنگ کې زه ومه د ملالې په بيان کې

استقلال مې دی گټلی د پښتون په پاکه وينه

د پښتون په زړه کې ساتم د ايستلو تورو مينه

سرلوری مې له ازله له خپل ځان سره راوړی

پښتونواله خدای پېدا کړه په دنيا باندې، سرلوړی

دا ټوټې ټوټې پښتون زه په يو نوم راټولومه

د پښتون په بده ورځ زه پښتانه ټول ژړومه

زه اوسېږم پښتونخوا کې

تر سر تېر ځوانان لرمه

لوړوغرونو په فضا کې

ښه د ښکار بازان لرمه

د پښتون حقه دعوا کې

توره ښه برهان لرمه

لکه غر په هسکه غاړه

د اسمان لاندې اوسېږم

څو چې وي دنيا ولاړه

په هېڅ شان نه محوه کېږم

ټيټېده له مامه غواړه

له هر چا پورته ښکارېږم

پښتانه له هر هر ځايه

په يو ځای شم ټولولی

يه يو فکر يوه رايه

زه شم دوی جمع کولی

په يوه پښتون له ورايه

بل پښتون شم گرانولی