نظم
پښتو متلونه
Abdul Bari Jahaniبېګانه له خپله نه سي سمېدلاى
د پردو په مخكي مه ترټه خپلوان دي
كه عزت غواړې د خپلو پرده پوش سه
د خپل كور خبري مه كوه دباندي
له سړو اوبو يې زهر بهتري كړي
برابر مه سې پر كور د نامردانو
د ګيدړ تر ناز څيرل د زمري ښه دي
خداى دي مه لره محتاج د ناكسانو
دلته خولې ته كتل كيږي چي د چا ده
وينا هم تلله كيږي په لوټونو
نه خبره د غريب ملا څوك اوري
نه روژه يې ماتوي په آذانونو
نن يې مه ګوره چي وژني يو له بله
دا خروړي سبا بيا سره جوړيږي
و فقير ته ده يوه سلا د ټولو
كنه سپي خو كور په كور سره غپيږي
هره چاره د تدبير په ژبه كيږي
كله زور لره محتاج سي تدبيرونه
كاږه تيكي ته كږه توره جوړيږي
كږې خولې لره په كار دي ټينګ سوكونه
د پرديو په سوغات مسته مغروره
ړندې سترګي به دي كله بينا كيږي
بېهوده د ناكسانو لاس نيوى كړې
د خپل كور پير كله چا ته معلوميږي
دا خبره د هوښيارو د جرګو ده
چي د غار خولې ته مار ورسېږي سم سي
ډېر مو وليدل كاږه په خپل انګړ كي
په بهر كي مستقيم لكه قلم سي
چي پرون يې هديرې په اجاره وې
نن يې دوړي د ځوانۍ پر مزار ګرځي
دا دستور د زمانې دى نه بدليږي
په دنيا كي چي بد غورځي بد به پرځي
توريالي بوډا زامنو ته ويله
توره سره ښه ده خو نه د ورور په وينو
كه په كور كي او په ګور كي عزت غواړئ
يو تر بل سره جارېږئ زما زامنو
نه ثمر به يې څوك وخوري نه به ښاد سي
دا خبره په ګومان د چا كښېوزي
د بې بختي كونډي دوه غوايي په برخه
يو دننه نه ورځي بل نه راوزي
چي د تخت په هوا ځي تخته يې ځاى وي
له تقدير سره جوړ نه دي تدبيرونه
چي كوهي چاته كيني پكښي به لوېږي
نه رسېږي تر مزله كاږه بارونه
له ازله يې ښه ورځ ليدلې نه ده
په پرون او پرونيو پسي ژاړي
دا نصيب دى د بدبختو افغانانو
تل زاړه كفن كښان له خدايه غواړي
كه د خپل كاله امان غواړې له خدايه
له لمبو ژغوره نيژدې ليري كورونه
له انګار سره خپلوي د هيچا نسته
وچ لانده سوځي چي اور واخلي ځنګلونه
هر فرعون لره موسى دى پيدا سوى
غشي مه ګوزاروه د چا پر زړونو
كه سوكونه دي پېرزو پر سينه نه وي
ګوره څوك چي آزار نه كړې په نوكونو
پردى كټ تر نيمو شپو دى بختوره
پكښي نه كېږي درانه خواږه خوبونه
چي په كلي كي دي نه پرېږدي وګړي
د ملك په كور كي مه تړه آسونه
شيخه موږ دي د دعا په تمه راغلو
ستا له كوره بوى راځي له شرابونو
له رستمه يې سل نوم بهتر دي
ډول د ليري ښه لګيږي پر غوږونو
چي په كور كي د كورګي جوړول غواړي
مركه ده د ابليس او د زامنو
دوه به جوړ سي كه دريم يې تر منځ نه وي
دا مو زده كړه له ملګرو ملتونو
څه خبر له خپله زوره ځناور دى
يوه بل ته چي په سرو سترګو خښمېږي
دوه غوايي چي ښكر په ښكر سي په پټي كي
زيان يې بوټو او يا كاڼو ته رسېږي
يوه ورځ به د فلك په دام كي ګير سې
چي نن سره منګول ورځغلې پر خوارانو
د لندو خټو نرى باران پلمه وي
خونه ولي ورانوې د غريبانو
د آسمان بې انصافي ده كه دي خپله
چي بدل دي جواهر كړل په ډبرو
د حساب سترګي په لپو لپو ژاړي
قدر تل وي د زرګر سره د زرو
په مزلونو ورځي ستړي سوې شپې سپيني
د كاروان غبار پټ كړي رباتونه
يا ساروان په زړه كافر يا انصاف نسته
اوښان نه ژاړي لا ژاړي يې بارونه
هره ورځ خو په دې ښار كي غټان نه مري
دا خيرات كله نا كله پيدا كيږي
په تلوار اوګره چا نه ده سړه كړې
ملا پام كوه نن صبر په كاريږي
په اتڼ كي يې نومونه نه ياديږي
رنګ بدل سو د كيسو او د نكلونو
په اول كي به مړانه په سيالي وه
اوس سپيتانه په سيالي سوه د مېړونو
د رويبار خوله ماتوئ ژبه يې پرې كړئ
په دې مېنه كي اوس داسي باتوران سته
چا چي دا خبره كړې ملامت دى
چي ايلچي لره نه مرګ او نه زندان سته
خپل سوړسك د بل تر وريجو غوښو ښه دى
خپله خونه د پرديو تر قصرونو
باز چي خپله ځاله پرېږدي او روان سي
د پاچا منګول يې ځاى سي تر عمرونو
سرې غوټۍ سوې د خزان د چپاو شومه
لا چاغېږي د اغزيو درمندونه
د پلرو هره خبر د زرو تول دى
بد بانجڼ ته نه رسېږي آفتونه
تر ورخ تيري اوبه بيرته نه جاروزي
هسي نه كور دي ځالۍ سي د غمونو
بدي ورځي لره بد تربور په كار دى
تېغ دي ليري كه د ورور له مړوندونو
چا به ډيري ككرۍ وي رژولي
خو لا مېنه له مېړونو نه ده توره
ټيټ نظر يې په جونګړه باندي مه كړه
وېش چي كړې برخه وېشه مړونه ګوره
د كوچ ږغ ته يې غوږونه په هوا دي
موږ له هر څه لاس پرېولى دى تيار يو
دا باقي هستي درواخله نوش جان دي
سپي درګرځوه له خيره دي بېزار يو
په سنګسار يې نيمه خوا كړې هغه وني
چي ښاخونه يې كاږه وه له بارونو
بې مېوې وني ته نه غورځي ډبري
نه يې تمه څوك لري له نعمتونو
له پخوا راته كېدله دا خبره
چي پردي خواړه يا پور دي يا پېغور دي
نه د پور نه د پېغور غم ورسره دى
دا بې ننګه مېلمانه د چا د كور دي
چي پرون به يې خمتا په وس كي نه وه
نن د تخت دپاسه ناست دى بختور دى
وران قصرونه چا ليدله او ويل يې
بې له شكه پردى غم نيمى اختر دى
نن كاري ګوزار كوه وارى دي خپل دى
چي سبا بدله نه كړې خپله رايه
پښتون سل كاله پس وار اخلي لا وايي
په بدل كي مي تلوار وكړ بې ځايه
په نصيب يې لويه برخه نه وه كښلې
نن لويېږي واړه خلك په بدلو
يوه ورځ به يې خپل ږغ له خولې راوزي
ګيدړ نه دى د خپل ځان د ټينګولو
په قسمت كي يې تيارې په نصيب سوي
د افغان پر آسمان لمر نه دى ختلى
له بارانه سي ولاړ ناوې ته كښېني
بخت يې كور ته په ژوند نه دى ورغلى
په يوه زين كي دوه تنه نه ځايېږي
نه ځايېږي يوې تيكي كي دوې توري
د زينونو او آسونو په تلاښ كي
ډيري خويندي سولې وراري ميندي بوري
څو دي خپلي مټي نه وي آزمېيلي
د دښمن چي درته جوړي پلمې نه كړې
دواړي غبرګي د بايللو په شماره دي
خپلي پښې چي له كمبلي اوږدې نه كړې
په مرداره باندي وژني يو له بله
چا ويل چي دا ټولۍ ده د بازانو
باز چي هر څومره سي خوار چنګښي نه خوري
دا بچي دي د كارګانو كرګسانو
هې توبه يې له وحشته له هېبته
چي د ژبو پر ځاى توري سره ورسي
وايي زور چي په هر ځاى كي زورور سي
عقل كوچ وكړي له ځايه مرور سي
پردۍ وينه بېګانه ده نه خپلېږي
ورور به نه سي چي دي مور نه وي زوولى
چي د پلار پر قدم سم پر لاري نه ځي
په سپي زوى وي تل ښاغلى پلار ښكنځلى
په دوستۍ او په خپلوۍ يې باور نسته
پرون ستا وه نن د بل كره هستېږي
چي يې ښه هلته يې شپه ده هورې اوسي
دا پردي سپي د ډوډۍ په زور خپلېږي
كشكي هر چا ته پرون ور يادېدلاى
هره سترګه له حيا نه رپېدلاى
پز پرېكړي كه درلودلاى څه شرم
د چړې نوم بې هر ګز نه اخيستلاى
چي په شپو د بل په كور كي ډېوې څاري
هغه نه دى پوه په ګټه او تاوان خپل
ګاونډي يې شپې له درده كړلې سپيني
بدبخت وخوړى په تش ګومان ايمان خپل
لا به څو تر دې نقاب لاندي پټېږې
لا به څو خورې د دروغو سوګندونه
نس مي موړ كه په جار جار مي دي ښه نه سي
نور دي وينم له دانې سره دامونه
سړى تل په درنو دروند په سپكو سپك سي
همنشين مه سه له چا سره ناولى
دې كنډو سره عمرونو خپلوي كړې
په دې لاره باندي زر كلونه تللى
دا دامونه دي در ټول كه وار يې تېر سو
له ړانده لكړه يو ځلي وركېږي
له كټوي به راوزي په څمڅه كي
تر قيامته شنې په غلا نه چيچل كېږي
نن دي تاج پر سر ايږدي سبا دي وژني
باور نسته په خپلوي د دښمنانو
خپل دي نه غورځوي لمر ته كه دي مړ كي
ټولۍ مه خوشي كوه د ښو دوستانو
دا د كومو بې انصافو نصيحت دى
چي په زړه به څومره سخت وه دا زوى مړي
په لمن كي وړه غوړي كه بل څه نه وي
له انګړه د ناداره پوروړي
له لومړۍ ورځي حساب درته په كار دى
چي په كور كي دي تر ګټي تاوان ډېر دى
نور په شګو د سېل مخ نه سې نيولاى
وچه مه خوره چي دي پور تر سلو تېر دى
يا د توري يا فرياد په ژبه كېږي
حق په خوښه چا ته نه دى رسېدلى
شيدې نه وركوي مور هغه ماشوم ته
چي په چيغو چيغو نه وي ژړېدلى
له ريشتيا سره دښمنه زمانه ده
چا ته مه كوه خبري سپيني سپيني
د غرض څښتنان ټوله لېوني دي
د عسلو په كندو كي ګنډېر ويني
له مړونو يو ښه نوم دى چي پاتېږي
چوپړ مه خوشي كوه د محتاجانو
چي چا لاس درپوري ونيو غوڅ يې نه كې
دا خبره ده راپاته له مردانو
نه په خپلو كي له سياله سره سم سو
نه په ښار كي د پردو يې قدر ډېر سو
پام چي زده نه كې خويونه د پرديو
كارګه چم كاوه د زركي خپل يې هېر سو
دا متل دى چي خپل خپل پردى مغل دى
چيرته خپل د بېګانه برابر نه كې
دوست ته حال وايه دښمن ته وهه لاپي
چي غليم دي په خپل غولي خبر نه كې
په ټبر كي دي نا اهله پيدا مه سه
نوم د پلار او د نيكه په تباه كېږي
نه وركېږي د نه زوى د لاسه مېنه
د سپي زوى د لاسه تل مېنه وركېږي
سخاوت او اخلاص دواړه په قسمت دي
له ازله د هر چا برخه رسېږي
د دولت سره د زړه ملګري نسته
چي د چا دنيا ډېرېږي زړه تنګېږي
هر ګړى د جواهرو په قيمت دى
لكه مړى تېر ګړى دى نه ستنېږي
له سړې ګټي نه تود تاوان بهتر دى
پاڅه ژوند په نن سبا كي تماميږي
ژوند تلاښ دى خوځېدل الوتل دي
د انسان دي دا جهان اوږده مزلونه
له ځايي سړي نه ښه وي خر چي ګرځي
وړي پر ملا باندي درانه درانه بارونه
چا ته عرض وكړم د شنه آسمان له جوره
چي محتاج يې كړم و لاس ته د سيالانو
هى افسوس دښمن مي ته يې تشه لاسه
ما به څه كاوه دربار د ناكسانو
په ښكاره د ملايكو لښكر ښكاري
ډېر يې چور كړل ډېر يې ښخ كړل بې كفنه
چا ويل چي توتكۍ ده بې آزاره
له چينجيو د چمن وكړئ پوښتنه
كه بدۍ دي كه دوستۍ په ژبه كېږي
ټپ د ژبي په كلونو نه رغېږي
اخيستلاى نه سي څوك توكړي ناړي
زړه ښيښه ده كه دي مات كړ نه جوړېږي
ښه خو دا چي غم ښادي دي پر خپل كور وي
چې مېلمه نه سې پر كور د ناكسانو
تل پر ځاى پرته ډبره وي سنګينه
چي ونه وزې له ټوليه د سيالانو
سل سرونه سره يو سي لښكر جوړ سي
كلي جوړ دي له مړونو له كورونو
له يوه لاسه ټك نه خېژي ملګرو
تجربه ده د پلرونو د نيكونو
چي يوه ګوته څوك نيسي د بل لور ته
درې يې سمدستي د ځان پر لور كږې سي
لټوي د ځان عيبونه په جهان كي
پر خپل ځان يې د انصاف سترګي ړندې سي
له كمال سره ګوندي د زمانې ده
سيالي نه كوي سيالان د ناكسانو
ګيدړ خوار ته خپل پوستكى بلا سوى
ورپسې ستړي ټولۍ وي د ښكاريانو
هره ورځ مي د رويبار په انتظار وي
هره شپه مي د جانان پر كوڅه شپه وي
تږى تل ويني سړې اوبه په خوب كي
خوب او خيال يې پر ساحل باندي مېلمه وي
چي د ژوند په سفر ځې قدم په ورو ږده
هېر يې نه كړې نصيحت د هوښيارانو
بې باوره دي دا دوه شيان په دنيا كي
لمر د ژمي او خندا د دښمنانو
نور د ګلو د موسم هوس ونه كړې
پنځه ورځي د ځوانۍ وې بهار تېر سو
جنازې ته دي طبيب دى رابللى
په دېوال تپه نكريزي اختر تېر سو
د ژوند لاره د ورېښمو جوړه نه ده
كله كله څوك د تورو پر سرو ځي
هر سفر دي له يارانو سره بويه
چي بې ملو ځي نو تور مار يې پر اوږو ځي
تل به نه وي پر نغري باندي دېګونه
يوه ورځ دا د خيرات مړۍ خلاصېږي
چي د يار د لاسه پياز وي خو په نياز وي
د منت په حلوا ستونى نه خوږېږي
هر قدم دي د سر غم درلره بويه
باور نسته په دوستي د ځناورو
چي د اوسپني بازو درسره نه وي
زړه ور مه كښېنه تر څنګ د زورورو
د ژوندون مزل ژوندي ګامونه غواړي
مړي نه سي پاڅېدلاى له قبرونو
د لېوره په تمه پاته له مېړه سوه
هغه كونډه چي وه ناسته په كلونو
چي د توري شرنګ يې نه وي تر غوږ سوى
هغه نه دى و ميدان ته د وتلو
ژړ د نجونو د مجلس دى تور د تورو
د پلنګ خوبونه كار د نازولو
چي خبره د قسمت كه د غيرت ده
د چا برخه وي خولې د چا كارونه
عبدالله دي مړۍ خوري فكر دي نه كړي
د لالا نصيب دي توري ميدانونه
يو څه فكر يو څه سره وينه په كار ده
تش د فكر په ټالو اعتبار نسته
توكل دى نارينه اندېښنه ښځه
د مړو له اندېښنو سره كار نسته
ځان پخپله د سيالانو سره سيال كه
د مړو تربورګلوي د مټ په زور سي
د پرديو جامو ستر څو شېبې وي
ها جامې دي په ځان اور سي چي د پور سي
جنګ چي نه كوي تل اخلي لو ډبره
مه غولېږه په ګفتار د نامردانو
د ګيدړ په جنګ چي نه سي ور وتلاى
هغه تل كوي خبري د زمريانو
د سرونو چي سودا وه ده پلمې كړې
په جرګه كي يې د توري كيسې سرې كړې
څه ښه وايي چي جنګ سوړ سو ميرى تود سو
په ناحقه غلبلو يې غاړي شنې كړې
قافلې سوې په هفتو د مخه تيري
دى لا ځان په شواروز بولي د وړاندي
چا په ژوند كي پر خره سپور نه دى ليدلى
دى د بل مستو اسونو پوري خاندي
په ګرمي چي يې ګټې خوره يې په سيوري
د مېړه ملګري ګټه او تاوان وي
په خوارۍ بد ايسېدلى هيڅوك نه دى
بېكاري بلا د ژوند شرم د ځان وي
سل كلنه يې دوستي او دښمني ده
د پښتون يوه خبره يو پېمان وي
هسي نه چي په خوله خوږ وي په زړه كوږ وي
په خندا دي د غليم كور ته روان وي
تل په جګه غاړه ژوند كوي مېړونه
پر ځان نه قبولوي منت د شلو
له هغه چي د يوه په مخ كي پړ سي
ښه خو دا چي څوك وهلى وي په سلو
د حيا پر كور چي نه وي څوك زوولى
له هغه د حيا تمه ولي كېږي
له ناپاكو اوبو خپلي جامې ژغوره
چي په شرم څوك پوهېږي نه شرمېږي
له هر ګامه سره څار كوي بيا درومي
له واښكي څخه ډارېږي مار چيچلى
ګرم يې مه بوله چي هر څه ته كوږ ګوري
همېشه مستې پوكي شيدو سوځلى
د انصاف سترګي ړندې ژبه ګونګۍ ده
چي انسان د ښار په منځ كي سنګسارېږي
دا زمان د چا په حكم شاته بيايې؟
په غلبېل كي اوبه نه راوړلي كېږي
څه عجيب وختونه راغلل پر دې خاوري
ساهوګان سول مزدوران د غلامانو
په ګورم كي چي يې غوا په نامه نه وه
هغه نن سر ماتوي د ګوروانانو
يا را پاڅه د سفر موزې په پښو كه
يا كاروان در څخه درومي روانېږي
په چرتونو به پى نه كړې رباتونه
تش د ګوړي په نامه خوله نه خوږېږي
همېشه به د خزان ظالم له لاسه
د مرغيو ټولۍ نه وي تښتېدلي
يوه ورځ به ورته ګورې بيا به راسي
په وياله كي چي اوبه دي كله تللي
خپله خوله دي هم كلا هم بلا ده
ټپ د توري به جوړ نه سي د ښكنځلو
د ځنځير په څېر پيوند لري وګړي
په يوه څپېړه مخ وهې د سلو
تر څو مځكه د بورا د اتڼ نه سي
پورته نه سي د بلبلو آوازونه
پسرلى په يوه ګل نه دى راغلى
په يوه ګل ښكلي نه سي چمنونه
يو د بل په وينو سره لاسونه ناست دي
د دښمن سره خوري غوښي د خپلوانو
حيا ولاړه شرم غره ته دى ختلى
باور نسته په پښتو د بې شرمانو
چي احمق پر دنيا وي مفلس به نه وي
په بې عقلو دي تاوده لوى لنګرونه
پير كه خس وي د مريد دپاره بس وي
په دروغو به ور جوړ كړي وزرونه
په رنجو د ړندو سترګو علاج نه سي
سترګي ولي توروې د غريبانو
په خواري به پيشو جوړه له اوړو كړو
ميو به څوك ورباندي وكړي عزيزانو
په حكمت يې دا دنيا ده تقسيم كړې
څوك يې كښېناوه په باغ څوك په ډېران كي
كه پيشي ته خداى وزر واى نصيب كړى
د مرغۍ تخم به نه واى په آسمان كي
چي آسمان يې د شهپر په اجاره دى
دا ياغي وزر نصيب دى د بازانو
چي هوسۍ نيسي تازيان خولې يې وي توري
د ښكار تمه دي څوك نه كړي له كارګانو
څوك چي تللي دي بيا نه دي ستانه سوي
لا قاصد منزل ته نه دى رسېدلى
تر اوبو دمخه ولي كاږې ګاولي
چي ميدان د ازميښت نه دى راغلى
چي د ژوند په تول يې واخلې ارزاني ده
يوه ورځ پر لاري تلل د هوښيارانو
تر بې عقل دوست هوښيار دښمن بهتر دى
د احمق دوستي خپلوي ده د مارانو
تش په نوم د پهلوان چي ژوندى پايي
نه غليم دى نه په جم كي د خپلوانو
تر پراته زمري بهتر ګيدړ چي ګرځي
نور له مړو تمه مه كوئ يارانو
د دښمن كره چي ځې سترګي څلور كه
له وعدو سره يې ايښي وي دامونه
مځكه مه ګوره نيژدې د پښو د لاندي
هوښيار ګوري ليري ليري واټنونه
هر ملت په خپلو كړو او كيسو وياړي
د پښتون د قام زينت خپلي جرګې دي
تېرې توري كله لنډي كړي خبري
د مړو هنر صلا او مركې دي
چي سينه څوك د زمان سېلاب ته سپر كړي
هغه نن وي كه سبا پكښي غرقېږي
د آسمان په غېږ انسان دى ورغلى
عزيزانو دا وړۍ نه شړۍ كېږي
نه مړېږي په قيامت د ازل وږي
كبرجن كه وږى هم سي نه خوري سږى
تر خوړلو يې هر كله اميد ښه دى
خو په تمه چي ځان مړ نه كې له لوږي
ډېر يې نه موندل په لږو قانع نه سو
ځكه در په دره ګرځي سرګردان دى
چي په ډېرو خوشالېږي لېوني دي
ډېره ګټه د مايې د سر تاوان دى
هسي نه چي موږ ړانده يو نه يې وينو
دا ياران په خوله خواږه په زړه كاږه دي
د توكل په تېره ژبه ريشتيا وايو
راستي نه لري زوال ريشتيا ترخه دي
كه وېشونه په نصيب جزا په تول ده
خپل عمل د هر سړي د لاري مل دى
له آغازه تر انجامه هوښيار اوسه
لومړى ګام دي د وروستيو منډو پل دى
د ترخو او د بديو زغمل ښه دي
له بديو د دښمن تېرېدل ښه دي
ترخه خوره خو ترخه مه وايه و چا ته
ژبه ټينګه په جلو كي نيول ښه دي
د دروغو مزل لنډ دى رسوا كېږي
يوه ورځ به برملا سي پټ رازونه
خو تر څو د ريشتيا وارى را رسيږي
له دروغو به وي وران كلي كورونه
هري چاري لره وخت او مكان ګوره
تور له سپينه شپه له ورځي نه سمېږي
پر ړانده د شپې او ورځي توپير نسته
كوڼ په ډول ړانده په رقص نه پوهېږي
په پنځه ورځي قدرت او ناز مغروره
هېر دي نه سي چي لرو په مخكي كندي
سپين ويښته وي همېشه د مرګ استازي
د غنمو لار وي تل تر خولې د ژرندي
څوك يوازي د خپل ځان په غم حيران وي
څوك د كليو د ښارو غمونه خپل كړي
د همت وېشونه يو برابر نه دي
ستړو وګټل هوسا دي خپل څټل كړي
ګرم يې مه بوله چي سم پر لاري نه ځي
چي د مځكي پر سر نه ايږدي ګامونه
دا كم اصله د پردي په ډوډۍ مست دى
د موږي په زور سخوندر وهي خېزونه
د هر چا ده خپله برخه ور رسيږي
نه ګيله سته نه سيالي سته له تقديره
چي د شال دپاره سر وي پيدا سوى
پر خپل كور به ورته راسي له كشميره
نه چا تاج نه چا كچكول ورسره يووړ
له دې لاري بيرته څوك نه دي راغلي
ښه هغه چي خپل پردي درباندي ټول وي
همېشه وي سپمولې سپو خوړلي
چي له نازه دي پښې نه ورځي تر مځكي
دا غرور دي يوه ورځ د ځان بلا ده
ته د بل د موټو زور په ځان كي وينې
سپى د فيل په سايه تلى ويل يې زما ده
نن د ناز پر نيلي سپور سبا دي ياد وي
نه به آس وي نه به ته يې دغه لار ده
دا لولۍ دنيا نن ستا سبا به زما وي
وايي ژرنده كه د پلار ده هم په وار ده
چي ژوندى و د خيرات له بركته
نن هغه راته په شپه په ورځ بلا دى
نه په ويښه نه په خوب كي واك لرمه
ږيره زما ده خو اختيار يې د ملا دى
دا خبر د حكيمانو بې څه نه ده
چي له شرمه تېر له هر څه نه تېرېږي
چي له خدايه څوك وېرېږي پروا مه كړه
ترې وېرېږه چي له خدايه نه بېرېږي
هر موجود لره آفت دى پيدا سوى
په قسمت ور تقسيم سوي دي مرګونه
نم دېوال لره آفت دى شوړوي يې
زړوي زلمى انسان د غم بارونه
نن د چا په اشنايي اعتبار نسته
چا ته مه رسوا كوه د زړه رازونه
له رقيبه دي خبره نه پټيږي
دېوالونه هم لري تېره غوږونه
نن د مړو په څېر نه خوځي له ځايه
چي يې ويني څڅېدلې تر برېتونو
په دې كلي كي د سپيو له نېستيه
ګيدړ هسكه غاړه ګرځي پر بامونو
له ناسياله څخه تمه د سيال نه سي
كه هر څو جامې په واغوندې رنګيني
سل دي ومره يو دي مه مره په كاله كي
تلل كېږي نه د سپي او مېړه ويني
خپل ګرېوان دي كه قاضي عمل دي خپل دى
له خبرو غماز كله منع كېږي
په يوه لوټه به خړ نه سي سيندونه
او د سپي په خوله درياب نه مردارېږي
په دوستۍ د دې وګړو باور نسته
غمازان دي لاندي باندي وروسته وړاندي
ژړوي دي په سرو سترګو چي دوستان دي
دښمنان په وړه خوله درسره خاندي
كه د خره په نصيب سوي واى ښكرونه
څيرول به يې نسونه د غوايانو
سل كلن كورونه وران په يوه ورځ كړي
خداى دي ژغوره له ظالمو حاكمانو
خپل عزت او د بل قدر دواړه يو دي
هېره نه كړې دا خبره د پلرونو
كه له ښاره څخه وزې باك يې نسته
هوښيار نه وزي له نرخ او رواجونو
په مجلس كي يې د ناستي ځاى معلوم وي
هسي نه چي لوى او كم در څخه هېر سي
د كم اصل په لوى تيا اصيل سپكېږي
لا به پوه نه يې چي كار له كاره تېر سي
هم سوالګر وي هم يې خر وهي لغتي
په ازل او په نصيب كبرجن خوار دى
موږكان چي يې په كور كي مري له لوږي
د هغه دماغ د فيل په اوږو بار دى
زړونه تنګ دي سترګي تنګي دي د خلكو
د يوه له ابادۍ بل خرابېږي
د آسمان لمنه نه سي تشېدلاى
سمندر په يوه لپه نه تشېږي
چي په لوړو بنګلو كي هستوګن دي
د هغو له هر آفته زړه دربېږي
د توپان او د سېلونو باك يې نسته
څوك چي لڅ دي له اوبو به څه بېرېږي
پر مخ لوېږو، پورته كېږو بيرته لوېږو
څوك مستان څوك لېوني يو څوك هوښيار ځو
څه غنم لانده څه ژرنده هم ده پڅه
ړانده نه يو كوهي وينو په اختيار ځو
د تربور تباهي خپله خواري بوله
چي ژوندى يې نوم له نومه نه بېلېږي
يو د بل په مرسته پايي ټبرونه
لاس چي مات سي همېشه غاړي ته لوېږي
چي هر څو ورڅخه ځغلو را ډېرېږي
د تور مخو له تاراجه مو زړه خوړين سو
چي ځغستله له شينشوبي مار بې بخته
هغه سم د غار په خوله كي ورته شين سو
په مېړونو كه جرګې سنګيني كيږي
ښځي هم دي د كورونو مشالونه
ښار او كلى په دوى دواړه ښايسته دي
سړي غرونه دي او ښځي اړمونه
د زمريو په جنګ نه سي ور وتلاى
د ګيدړو كه ګلې كه يې لښكر دى
يوه ورځ د اجل كاڼى درته ګوري
سل ګوزاره د زرګر يو د ګګر دى
له ماهي يې په اوبو كي قدر غواړه
نېكي نه سي وركېدلاى په درياب كي
له يوې ريشتيا خبري برابر دي
سل كلونه طاعتونه په محراب كي
له دې ډلي د انصاف تمه پر څه كړې
دا ټولۍ ده د لېوانو ښكاريان غواړي
د آرام په شپه د لوږي قتل كېږي
شرمښان له خدايه باد او باران غواړي
له پياده سره سپاره برابر نه دي
اصيل نه دى برابر له كم اصلانو
پر منځ دوه سوه شرمښكۍ له ډېره زوره
چي سيالي به يې كوله د مارانو
له ټوليه د دوستانو چي جلا سي
سختي شپې د غم شېبې به يې په خوا وي
هغه ميږي د لېوانو د خوراك سي
چي له ډلي له رمې څخه جلا وي
چي د زړونو سلطنت يې و خوښ كړى
د هغو نومونه ګرځي په نكلونو
ښار په نرمه پسته ژبه خوړل كېږي
نه په زور د تېرو تورو كوتكونو
بد پلو دي په كور مه سه در دننه
نېك پلو ارزي په تول د جواهرو
ننګ عزت لره آفت دى بده ښځه
ښه مېرمن د تن جامه د بختورو
د هوښيارو د جرګو له بركته
تباه سوي هيوادونه بيا ودان سي
غر كه لوړ دى هم پر سر باندي يې لار سته
د مړونو په زور هر مشكل آسان سي
هر انسان لره خپل عيب د اوږو منځ دى
خپل عيبونه چا ته كله معلومېږي
كه غلبېل كوزې ته سل پېغوره وركړي
لمر څرګند دى په دوو ګوتو نه پټېږي
د لېوانو په څېر وژني يو له بله
ژوندي پايي د يوه بل په سرونو
د نېكانو سر او مال ته سره يو دي
غله خبر دي يو د بل په احوالونو
يو د بل په حال پوهيږي وږي تږي
دنيا دار كله خبر دي په نادارو
د پياده او سپور د زړونو پيوند نسته
غوړ پر غوړ تويېږي نه پر تورو خاورو
چي د بل په خيرات پايي ننګ يې نه وي
پر تاليو سره ووهي سرونه
غوښي وخوړې خانانو ملكانو
پر هډوكو يې سپو وكړله جنګونه
غيرانونه د هر چا زړه ته ورتېر دي
چا ته دين دي كه دنيا دواړه غيران دى
غوښي ښې دي د هر چا ورسره جوړه
خو پيشي باندي راوړى درست ايمان دى
دا وطن د بې هنرو په قسمت دى
هوښياري ده كه هنر بلا د ځان سي
دلته قدر د دنيا دى بل څه نسته
په دولت باندي به خر خيرالله خان سي
په درانه مېلمه سنګين د كوربه تول سي
كور ته مه سه در دننه څوك ناولى
سل بللي پر يوه سترخوان ځايېږي
ځاى به نه سي يو له سلو نابللى
چي د خپلو مټو زور درسره نه وي
د پردو په همت عمر نه خپلېږي
له نېكونو دا متل دى راته پاته
چي د سوال په اوبو ژرنده نه چلېږي
هوښياران د نصيحت د اورېدو دي
پر نادان اغېزه نه كوي پندونه
سورناچي لره يو پو دى بل څه نه دى
هر سړى پوه سه او خپل يې عملونه
هري چاري لره وخت او زمان ګوره
هر عمل او هر كردار لره ځايونه
خداى د كار دپاره ورځ ده پيدا كړې
د شپې مه تړه اوبو لره بندونه
ورين تندى ګرځه په ټول كي د وګړو
بدي نه سي وركېداى په سلامونو
دښمن مړ په شاتو ښه دى نه په زهرو
بد په زړه سلام په خوله وي د مېړونو
چي له خپله هوډه اوړي نامردان دي
قول يو وي د مردانو، د نېكانو
چي پر قول څوك ولاړ نه وي دښمن دى
باور نسته په دوستۍ د بد قولانو
كور د ظلم به ورانېږي صبر وكړه
ژر يا وروسته د هر چا نوبت رسېږي
نسكورېږي به آخر كاسه د ظلم
د ظالم عمر لنډى وي ژر تېرېږي
هوښياري بډايي دواړي په قسمت دي
دا متل دى له پېړيو آزمېيلى
نه مړې سوې په دنيا د هيچا سترګي
نه د عقل وږى چېرته چا ليدلى
يو انسان بل ځناور دى خطرناكه
رسوي په لويه لار كي تاوانونه
د ملك په مخ كي مه ځه كه هوښيار يې
د غاتري تر شا مه ايږده ګامونه
چي نسكوره يې د بخت كاسه نصيب سي
چي پر ډك درياب راځي ورته تشېږي
بختور لره سره زر سي توري خاوري
د بې بخته په حلوا كي غاښ ماتېږي
له آسمانه د چا زور برابر نه دى
زمان ځي په خپله مخه شپې تېرېږي
قافلې له لاري نه سي اړولاى
كاروان ځي پر خپله لاره سپي غپېږي
خر د ګلو په بوى نه سي پوهېدلاى
ړانده نه ويني ځولۍ د جواهرو
هر نادان ته يې عزت كله معلوم دى
له زرګره سره قدر وي د زرو
منزل يو دى لاري سل دي كيسه ورانه
له هر چا څخه حساب او كتاب هېر دى
آفتونه د دې ښار په نصيب وينم
له رمې نه يې د سپيو حساب ډېر دى
غل د ډاره په لوى غره كي نه ځايېږي
نه ځنګلونه نه ښارونه ورته بس وي
د خاين دپاره خپل سيورى بلا وي
څه ښه وايي چي د غله په ږيره خس وي
د رحمت باران چي اوري له آسمانه
چي د خس او د خاشاك سوده په كېږي
بېهوده د اغزو څانګي خامتما وي
د غنم له بركته زوز اوبيږي