نظم
پښتون ته خطاب
Gul Pacha Ulfatپرون سالاروې نن د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورند شو خاوې ته يې خط کښې لا ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خوار وزار پښتونه
نه يې روان د احمدشاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
مغل بيا راغله خوشحال خان څه شو او چېرته لاړه
چې درته ووايي دننگ غيرت اشعار پښتونه
اپريدو ونيسئ خيبر مومندو مه گورئ نور
په ننگ راپاڅېږه ته هم د ننگرهار پښتونه
غواړم له تانه دميرويس او احمدشاه کارونه
د لويو خلقو په ځای ناست د قندهار پښتونه
د پکتيا پښتونه تاته ډېرې سترگې اوړي
ته مشهور په ننگ غيرت په هر ديار پښتونه
وزير و تاسې په هر وخت کښې جهادونه کړی
انگريزان ستا له لاسه تل وو ناقرار پښتونه
خبرې ډېرې دي اوږدې قصې به نه کومه
دومره تپوس دی اوس له تا ځنې په کار پښتونه
د خوشحال خان خټک پښتو پښتونولی دې څه کړه
د احمدشاه او دمحمود شهنشاهي دې څه کړه