غزل

پر رقیب چې مې اختر دی له جانانه مې ګیله ده

Abdul Bari Jahani

خپل جنون په کاڼو ولم له اسمانه مې ګیله ده

دهو ښیارو په ټولې کې نصیب ځای نه و راکړی

زولني نه رارسیږې له زندانه می ګیله ده

نه ساحل ته سومه څیرمه نهله مو جه سره ولاړم

د څپو سره پا تیږم له تو پانه مې ګیله ده

نه د چا د پیکې یا ر یم نه دچا په تو ر سنګسار یم

نه بی لاري نه پر لار یم له خپل ځانه مې ګیله ده

اوس به څه رنګه خبر سم په اسرار د لیونیو

چې له پښو مې اغزې تښتې له بیا با نه مې ګیله ده

نه می ځان موړ په دیدار کی نه مې ځان دغاړی هار کی

څه بې وخته یې سهار کی له آ ذ ا نه می ګیله ده

نه مې وخندل سبا ته نه مې غیږ ورکړه بورا ته

نه شبنم مې راغی خواته له با غبا نه می ګیله ده

په ربات کې مې کړي سپینې ځوانېمرګي شپی دعمر

بې جرسه تر ما تیر سو له کاروانه مې ګیله ده

جهانې رنګه راځمه دسلګیو په ګامونو

زنکد ن می هر نفس دی له د رمانه می ګیله ده