نظم

پردی انګړ

Abdul Bari Jahani

ساقي نن مي په پياله کي جوهر نسته

په ترخو اوبو کي بوی د کوثر نسته

چي د شيخ د سر جنډۍ يې نڅوله

برني تازه اورونه محشر نسته

چي توبه يې په طواف کي ماتوله

د هغه انګاري څاڅکي شرر نسته

چي کوګل د اوږدو شپو ورباندي روڼ وو

د هغه يلدا په زړه کي قمر نسته

يا مي بڼ د ځوانۍ لاښ د خزان لاس کړ

يا د تاک په افسانه کي اثر نسته

يا دي نه دي نښتېځلي سره بڅري

يا په غړپ کي د سکروټو ګذر نسته

پوه سوم - پوه سوم ستا لاسونه کوثري دي

چا ويل چي ستا په خم کي ګوهر نسته

خو مستي وه که هستي دواړي پردۍ سوې

د پرديو په انګړ کي اختر نسته