نظم
پردېس پسرلى
Abdul Bari Jahaniليري ليري له هيواده
د پرديو په وطن کي
د اغزيو په کاله کي
زما د هيلو په مدفن کي
له ښايسته پغمانه ليري
په ساړه شاني سقر کي
راګوښه له کندهاره
په بې مهره پېښور کي
د سخي طبيعت غېږ کي
د شنېليو په لمن کي
د تنکي نيالګيو خوا کي
يوه شنه غوندي چمن کي
مخامخ کنډونه ښکاري
د غروب زريني وړانګي
برېښوي لانده برګونه
ځلوي د نيالګو څانګي
له لوېدلي لمره خېژي
سرې شغلې لکه اورونه
ته وا غرونو را رهي کړل
د سکروټو درمندونه
ليري تړو نه را درومي
د سپرلي نازک بادونه
ګڼي وريځي سره اوړي
لکه تور مات سوي غرونه
لکه دوه غليم دېوان چي
يو له بل سره خښمېږي
لاس په لاس سي غېږ په غېږ سي
پښې يې غره سره جنګېږي
را روانه ده ټولۍ ته
يو مرغۍ خپاره وزرونه
له نازک ستوني راباسي
د هوسه ډک ږغونه
ته وا ناڅي په هوا کي
ته وا ناز کوي ګډېږي
د ملګرو غېږ ته خاندي
هوسېږي او چغېږي
د واړه شپونکي په مخ کي
را رواني څو وزې دي
وږي نس سره ملګري
دوې چاودلي ستړي پښې دي
له ويالې اورېده کېږي
د کرړيو آوازونه
د ګورم سره ملګري
د ګوجر درانه ږغونه
هر څه وينمه اشنا دي
خو پردى راڅخه کور دئ
رانه ليري خپله مېنه
رانه ورک د بابا ګور دئ
زما پر ښکلي پغمان اوري
له آسمانه آفتونه
سپيني واوري سره لمبه دي
باندي ګرځي تور دودونه
زما له مسته کندهاره
بوى راځي د وحشتونو
شنې ويالې د وينو کوړم دي
ږغ د توپ او د ټانکونو
د کرملين خروړي سپي به
د پروان پر تړو ګرځي
د نيپالم تنورونه
د پنجشېر پر تړو غورځي
زه به اوس هم لاهو کېږم؟
رانه هېر به وي دردونه؟