نظم

پرېشان خوبونه

Abdul Bari Jahani

زه چي دا ټوله سړه شپه ستا پر مړوند بيده وم

او ستا په سپينه پسته غېږه كي مي

په اوښتو را اوښتلو خولې ستړي كړلې

ته وا مين و د ازل د ورځي

لكه د ميني جل وهلي تږي

د يوه بل په غېږه نه اوبېدو

او چي سهار د لمر زرينو وړانګو

د شپې پر سترګو باڼو ورپاوه

او د ګلونو له ګېډيه شبنم كډه وكړه

نه ستا په غېږه كي زه اوښتلم

نه زما له غېږي ستا آواز خوځېدى

د پردېسۍ كټ مي اغزى اغزى سو

خيال مي زخمي زخمي سو

شپه له خوبونو سره والوتله

او بيا د تل په شان يوازي سومه

بيا هغه زه هغه زاړه هغه اغزن خيالونه

هغه اوږده هغه ناكام هغه خيرن چرتونه

هغه ترخه د كاشكي كاشكي ناپايانه لړۍ