نظم
پروردگاره!
Gul Pacha Ulfatپيدا دې کړه پسونه هم لېوان پروردگاره!
د ښو بدو خالقه! هم رحيم او هم قهاره
پسونه شکر کاږي چې گياه دې کړه زرغونه
لېوان دې ثنا وايي چې پيدا دې کړه پسونه
خيالي زرکه دې ستايي چې احسن الخالقين يې
صياد، باز او باښه وايي چې خير الرازقين يې
يزيد شکر گذار دی چې فاتح د کربلا دی
حسين کوي ډېر فخر چې سيد الشهدا دی
شاهان دې کړه سرلوړی د دولت په تخت و تاج
شاهي تاج نه دې تېښته کړه دا هم لره معراج
گوډ وايي شکر خدايه! چې دوه سترگې غړومه
ړوند وايي ډېره ښه دهچې نادودې نه وينمه
گونگی د حال په ژبه شکر شکر کښې دا وايي
گونگ ښه يم چې دروغ نه وايم غيبت راته نه ښايي
په هر حال دې راضي يو لرو صبر د ايوب
قصه مو هېره نه ده د يوسف او د يعقوب
يو مياشی بل هاتي کړې ځېنې لوی ځينې واړه
لويان دې کړه خوړونکی او واړه ورته خواړه
په نس کښې د ماهي ژوندی ساتلی شې انسان
چې ته يې ساتې ربه! نه غرقېږي په طوفان
د تېغ خوله دې کړه بنده په مری د اسمعيل
په سره اور د نمرود کښې دې ساتلی دی خليل
هاتي په ځمکه پرېووت ابابيل په هوا شو
مشکله نه ده تاته د بشداد وژل په مياشو
قادره! ذولجلاله! يې فعال ما يريد
که ستا اراده نه وای څه کولی شو يزيد
چنگيز او هلاکو تا مسلط کړه په دنيا
مظهر وه ستا د رحم مسيحا وه که بودا
بې ستا له ارادې نه هېڅوک هېڅ نشی کولای
نه څوک شي ښه کېدلی او نه څوک شي بديدلی
بلبل دې نغمه خوان گل و گلزار باندې شيدا کړ
کارغه دې د بدبوی مردار خوړلو ته پيدا کړ
د شاتو په مچيو جوړوې خواږه عسل
د مار لړم په نېش کښې لرې زهر د اجل
دردونه ستا له خوادي دواگانې ستا له خوا
شيطان دې پيدا کړی و آدم ته لا پخوا
څوک نشي پوهېدلی ستا د کړو په حکمتونو
موسی لا خبر نه و ستا دخضر په کارونو
قاصر او مقصر دی خدايه علم د بشر
د غيب پردوکښې پټ کله ليدلی شي نظر
څو علم محدودي په زمان او په مکان
بعيد به وي امکان نه پېژندل د لامکان