نظم

پسرليه

Gul Pacha Ulfat

پسرليه! بيا دې راوړه سره گلونه

بيا به جگ کړې د بلبلو فريادونه

سرې لمبې دې ارغوان باندې کړې بلې

د گل پاڼو کې دې نغښتی سره اورونه

شنې لوخړې پورته کېږي له چناره

په شنو څانگو مرغان ځکه کړي شورونه

يا د غرو رغو لمنو اور اخيستی

يا صحرا کړه د فرهاد وينو گلگونه

د ليلی له خاورو سره لاله شوه پورته

پکې وينم د مجنون د زړه داغونه

ستا له رنگ په رنگ گلونو معلومېږي

چې لرې ډېرې جلوې ډېر نيرنگو نه

سرخ رويي د گلشنونو په نصيب شوه

په راتلو دې هره سيمه شوه زرغونه

د گلانو په ښايسته ښکلې حرم کې

بوراگان کړي له غنچو نه طوافونه

دا د گلو په مخ وينم که د ښکلو؟

مرغلرې که خولې که شبنمونه

څوک په باغ او څوک د غرونو په لمن کې

د بهار له فيضه ويني ښه مخونه

پسرلی ياد بورا يا د بلبل دی

اوښان کله کړي د ځوز او گل فرقونه

د بلبلو په نظر گلونه ته کوره!

ليلی نه ده چا ليدلی بې مجنونه

د گل پاڼو کې که ښکلی معنی وينی

دې رنگين شعر کې شته ډېر مضمونونه

خاوندان د بصيرت شعور اوکشف

بې الفاظو دمعنی کوي سيلونه

دړندو کڼو بهار څه بهار نه دی

اوس پکار دی بينا سترگې زورغوږونه

سترگې پورته کړه له خوبه رابيدارشه

ويده نه لري څه برخه له ژوندونه

سوز وساز د شوق و ذوق ته دې رابولی

چې سحر باغ کې بلبل کړي اذانونه

عبادت کوی که فکر، که خمار دی؟

چې غنچو ځوړند نيولی دي سرونه

څه نغمې دي څه جلوی څه نندارې دي

تل دې وي ښکلی مخونه ښه غږونه

باغ سمسور دی سريندې پکې غږېږي

نه څه ويني نه څه اوري دېوالونه

په شعور د بلبلانو بې له گلو

په دنيا کې نشته نور حقيقتونه

هر څوک غواړي هغه څه چې زړه يې غواړي

څاروی ځکه لټوی شنه چمنونه

ماوراله رنگ وبوی له خوندو وصوته

سړی مومي پسرلی کې نور کيفونه

د عشق اور دی او که برق د ښو مخونو

چې سينوکې يې تاوده کړه ساړه زړونه

بيا د لمر زړه کې پيدا زيات حرارت شو

په جوش راغله بيا د وريځو ډک خمونه

د فلک له شنې مينا صهبا څڅېږي

خلق وايي چې ورېږي يارانونه

د سيندونو مستی ورځ په ورځ زياتېږي

شپه او ورځ شوروغوغا لري موجونه

د باغ کورته بيا ښادی خوشحالی راغله

ونو واچول په غاړه امېلونه

په رنگينو ښو جامو کې گډا کاندی

له مستيه شکوی يو د بل هارونه

هېڅ پروا يې په چا نشته ورته گورئ

په اتڼ کې ښکلوي څانگې ښاخونه

د بهار د نسيم څرنگه تاثير دی

ونې راغلې په نغمو کوي رقصونه

دا موسم د ښکلی توبکې دمستۍ دی

له بلبل که له گل وکړم تپوسونه

د بهار ارمغان گل دی که بلبل دی

نغمه ښه ده که د ښکلو ديدنونه؟

غوږ او سترگې بېلې لارې لري زړه ته

د ليدواروېد و بېل بويه خوندونه

پسرلی کې که دگلو نندارې کړی

هېروئ مه "د بلبلو زيارتونه"

پس له څو قرنود غوړ د بلبلانو

پښتنو ته راځي هسې اوازونه

چې پخوا به پسرلی په دې هېواد کې

لونل غرونو کې ښايسته ښکلی لالونه

بل ښايست بل ښکلی توب، بل پسرلی ؤ

ښکارندوی چې يې ستايلی سينگارونه

ورځې نورې، وږمې نورې هر څه نوروو

په بل رازؤ د اسمان هلته دورونه

په ليمو دې څه زاړه رانجه کړه پورې!

بيا وگوره د غوريانو اوچت غرونه

سيمرغان او رستمان به پکې ميشت وو

د منديش غره کې وو بل راز تاثيرونه

ددې هسکو غرو له سره به ډېر لرې

شامدام زمونږ بازانو کړل څارونه

د اسمان د رڼو ستورو ځل چې وينم

راياديږي د پښتون شهاب ځلونه

په زړه نغمه کې هغه مستی گورم

چې يې وران کړه د بمبڼو بودتونونه

سپين مخونه سروگلونو ته چې ځير شم

راپه ياد شي سپينې تورې سره لاسونه

فېروز کوه د غره لمنې په بل راز وي

او سېدل پکې بل شانی اولسونه

دداور دارم باغ په چينو باندې

د چنار په ځای ولاړ صنوبرونه

ښايسته هوسۍ به مستۍ گرځېدلې

ډک له سل رازه مرغانو ووبڼونه

د مرمر و درخامو خول ماڼيو

د لمر سترگې برېښولې ترپرونه

د سرورزرو وو چرگان په دېوالونو

چې لرل يې د الماسو وزرونه

پسرلی به ستا له سيمو وتی نه شو

پکې تل وو څلور واړه موسمونه

لمر ؤ بل، سپوږمۍ مۍ وه بله ستوری نوروو

ته هم بل شان اېسيدلې ای پښتونه