نظم
قېدی
Ghani Khanڅوک د زړۀ غُلولو نشته
ځان له زړۀ غُلوم پخپله
ځان له ناست يمه خپل غم ته
د خپل غم وايم بدله
چرته لرې تېر محفل له
د مستۍ او خندا ځمه
چرته مړه شمعه را اخلم
خپل مشال پې لگومه
دے تورتم، غم او افسوس کښې
زۀ په باد د مينې پايم
سوی زړۀ ته قيصې تېرې
د ځوانۍ رنگينې وايم