نظم

قېدی

غني خان

څوک د زړۀ غُلولو نشته

ځان له زړۀ غُلوم پخپله

ځان له ناست يمه خپل غم ته

د خپل غم وايم بدله

چرته لرې تېر محفل له

د مستۍ او خندا ځمه

چرته مړه شمعه را اخلم

خپل مشال پې لگومه

دے تورتم، غم او افسوس کښې

زۀ په باد د مينې پايم

سوی زړۀ ته قيصې تېرې

د ځوانۍ رنگينې وايم