غزل
قياس د مينې د قياسه وهه
Hamza Shinwariقياس د مينې د قياسه وهه
ياس همېشه قلعې د آسه وهه
چې دې رقيب له پاڅېدو نه وځي
داسې يې تل د سر د پاسه وهه
نوم دې ديار چې پکې ښکلی نه وي
نامه د بل زړه دقرطاسه وهه
تاته په سر چې د اشنا خوري چغلي
سر په خنجر خپل له خناسه وهه
دا سمندر د يار په پالنگ وگڼه
پکې غوپې ته بې وسواسه وهه
چې بېنوا ته دې اسرې شوې حمزه
ژاړه خپل سر په دواړه لاسه وهه