غزل
را لره اوس نه اندېښنې هغه اوږدې بس دي
Hamza Shinwariرا لره اوس نه اندېښنې هغه اوږدې بس دي
ماته دزلفو د فکرونو سلسلې بس دي
د يار په سترگو کې انداز د بې خيالۍ شو پيدا
دسترگو ست ته مې دا گونگې اشارې بس دي
سترگې ديار يمه پام غلط په انتظار کې ساتي
د زړه پتنگه دغه دوه بلې ډيوې بس دي
د لېوني دا لاس او پښې وهل عبث خو نه دي
روغه عالمه! وشوه دومره زولنې بس دي
اوس که حالاتو التفات يې ياغي کړی حمزه
ماته يې بيا هم هغه تېرې ورځې شپې بس دي