غزل

رقيب سور مې دی په سر لکه عسس

Hamza Shinwari

رقيب سور مې دی په سر لکه عسس

په زور زور مې غږوي لکه جرس

په دا شان يې کړم عاري له عقل وهوشه

چې مې وهم شولو هر تار دنفس

په اتش به دهجران اخر سوخته شم

يم انسان په اصليت نه يم ققنس

په صحرا کې د الفت پښې ابله يو کړم

د نېزې نه يې سوادی خار وخس

نه پوهېږم اوس تلاش په کوم طرف کړم

په فرقت کې مې خطا کړو پېش و پس

سل قدمه چې اشنا وته نزدې شم

نو هزار قدمه پرېوځمه واپس

زه حمزه په عاشقانو کې يم داسې ـ