غزل

رقيبان مينه د بې زړه عاشق وژل ته لري

Hamza Shinwari

رقيبان مينه د بې زړه عاشق وژل ته لري

که لاس يې بر نه شي، نو ژبه خو کنځل ته لري

د دنيا کونډه به زلمي په نکاح نه کړي چرې

چې ور سره غاړه غړۍ وي هوس بل ته لري

پخپله هم شي تار په تار چې عاشقان کړوي

نايڼه قصد اول دناوې تور وربل ته لري

غشی د شوق چې څومره پڅ وي هومره تېز يې گڼه

ملا شي د پير لکه لينده خو مينه جل ته لري

ستا د کاکل تورې مستۍ دپښو دم تړلی

لېونی زړه په توره شپه مينه څنگل ته لري

د جاهلانو خوی زغمه ترېنه کار اخله حمزه

عاقلان خيال د باري خرونو کتې زل ته لري