غزل

راته دې جوړې کړې زړې سترگې

Hamza Shinwari

راته دې جوړې کړې زړې سترگې

زما له واکه ووتې سترگې

خدای دې زما مينه وږ سترگې نه کا

چې په ديدن کړمه مړې سترگې

لا زړه دې نه دی راته سپين اشنا

چېته مې نه گورې دا سرې سترگې

ورته چې وگورم کچه غوندې شي

بدې بلا دي دا پخې سترگې

ستا په خندا کې يې ستا خوی نه ليدو

ژاړي دې اوس چې تېروتې سترگې

قاصده سترگې دې د چا ليدلې

شوې د حمزه په تا خوږې سترگې