نظم

ريا کاره

Gul Pacha Ulfat

ستا ټول کارونه خدايږو دی برای نام غوندې

رامعلومېږي ستا فکرونه راته خام غوندې

هغه کار کړې چې سادگان ورباندې ژرغولېږي

د قام خادم نه يې د نورو يې غلام غوندې

ريا او ظلم ارتجاع سره دښمن يمه زه

له ډېر ناکامه درته کړمه احترام غوندې

رښتيا رښتيا به وايم که هر څه پېښ شي راته

اخر به کړم د ټولو خلقو درته پام غوندې

زمانه ډېره شوه هوښياره ته لا يې هغسې

تر څو به مونږ ته پرتې وايې دسرسام غوندې

په ټول عالم دی سپين سبا شپه شوه د ټولو سحر

په تا راځي نوی تياره اوس د ماښام غوندې

څه چې مرغان وو ټول ازاد شوه قفسونه شوه مات

ستا ببر سراوڅڼې ښکاري راته دام غوندې

د پڼو غل خلقو د مخه کړ چې غلا ونکړی

اودس يې نه ؤ په لمانځه کې شو امام غوندې

څادر دې سپين لکه سبا دی پخپل سرخور کړی

مخ دې چې گورم راته ښکاري تور ماښام غوندې

ډېردې غلط کړه توره شپه دې لکه ورځ وښوده

په نيمه پوه شه دا بيان دې ناتمام غوندې