شعر
رښتیا څۂ دي
Gul Pacha Ulfatچېکېنګ کمېټۍ ممبران:
ماسټر رسول خان صاحب محلہ لغماني
جناب محمد طارق عزیز صاحب محلہ تیتوال
جناب صوفي درایمان صاحب محلہ خواجہ خېلي
عزیزالرحمٰن صاحب بفہ خورد
جناب ماسټر محبوب الرحمٰن جانی صاحب بفہ خورد
منظور عام پرېس اېبټ اباد
دلتہ دا خبرہ د نوټ کولو دہ علی اکبر لالہ او عثمان شاہ ملاجان پہ کابینہ
کښې شامل نۂ وو چې د عمر او دعہدې پہ لحاظ پاخۂ سړي وو ۔ اسماعېل ګوھر د
شلو کالو ځلمے دے د ادارې د کابینې جنرل سېکټري ټاکلے کېږي ۔ دا د اسماعل
ګوھر د صلاحیتونو ثبوت دے ۔ پہ دې کابینہ کښې عبدﷲشاہ مظہر د اردو ژبې شاعر
او صوفي دراېمان او اسماعیل ګوھر د پښتو ژبې شاعران دي ۔ اسماعیل ګوھر پہ
ھغہ وخت فېروز تخلص کوۂ ۔
ورستو د شاعرانو ادیبانو پہ وېنا خپل د والد صېب د نوم اولنۍ برخہ ګوھر
(ګوھرالرحمٰن )یې تخلص وګرځوۂ ۔
د ګلِ صحرا پہ صفحہ( ۲۸) باندې لیک دې چې ”کہ د پکلۍ پہ تاریخ مونږ نظر
واچؤو د مغل باچا اورنګ زېب عالمګیر پہ زمانہ کښې محمد حسېن ،لېونے محمد
جی تېر شوي دي ۔ دغسې د وخت د تېريدو سرہ سرہ حمید شاعر ،ادم خان ، الف دین
،نظیر (شاہ خېل) ، فریدون زرین خان، محمد ریاض ، محمد دین ،منشي جانس او
ځنې نور داوچتې پائې شاعرانو پہ دې علاقہ کښې د شعر وسخن ډیوې بلې کړې دي۔
د علاقې د تېر ھېر شاعرانو پورہ حالات او کلامونہ بہ زر شائع کولے شی ۔ دغہ
ادبي بڅري د علاقې د خلقو پہ سینو کښې د مودې راسې پراتۂ وو او پہ ۳۰
نومبر کال ۱۹۸۱ کښې ترې نہ شغلې راولاړې شوې ۔ پہ دغہ نېټہ د پښتو اولنۍ
باقاعدہ مشاعرہ اوشوہ چې پکښې د علاقې د پښتوګڼو شاعرانو ګډون اوکړو ۔ او
دغہ موقع ما (اسماعیل ګوھر) پہ ادارہ علم وادب بفہ کښې د پښتو د یو بېلې
څانګې قائمولو اعلان اوکړو ۔”
یوہ بلہ د اخبار ھفت روزہ جائزہ مانسہرہ د۲۹مئ ۱۹۸۵ءا تراشہ دہ۔ چې پکښې
ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې دیوې مشاعري احوال دے ۔ پہ دې مشاعرہ کښې دې
شاعرانو ګډون کړے وۂ ۔ علي اکبرخان ، زرین پرېشان ، عثمان شاہ ملاجان
،اسماعیل ګوھر ،دوست محمد مالکي ، ملک جان ملیار، جاوېد شاہ مستانہ ، قمر
صحرائی، صوفي درایمان ، نظیر ، نظیرثانی محب جان او صداقت ، پہ دې موقع چې
زرین پرېشان کومہ قطعہ د بفې خلقو تہ پېرزو کړې وہ ھغہ داسې وہ
چې کتلے مې ادبہ ستا مقام دے
نن زما ورتہ سر ټیټ پہ احترام دے
زرین وائی مبارک شہ مبارک شہ
د بفې خلقو پہ تاسو مې سلام دے
سفر د عنوان لاندې لیکي ”د بټګرام پہ ګل ورینہ سیمہ کښې د ادب پټے دمخکښې
نہ ښېرازہ وۂ ۔ پہ دې سېمہ کښې د ادب پہ حوالہ ګڼ شمېر نوموړي شاعران او
ادیبان موجود وو ، خو دا شاعران پہ ورکو شمېر وو د دوي کلامونہ بہ سندرغاړو
د خلې اولس ضرور اورېدل خو نورہ پېژندګلو ئې عام اولس سرہ نۂ وہ ۔ ھم دغہ
وجہ وہ چې ددوي څۂ منظم تنظیم نۂ وۂ ۔ پہ کال نولس سوہ پنځۂ اتیا(کښې
(۱۹۸۵ء) کښې ارواښادزرین پرېشان د بټګرام سیمہ اولنے یو فعال تنظیم پښتو
ادبی څانګہ بټګرام بنیادي ګټہ کېښودہ ۔”د ھزارہ پښتو اکېډېمۍ بنیاد پہ نولس
سوہ څلور نوي (۱۹۹۴ ) کښې اېښودے شوے وۂ ۔ قمر صحرائی ، فقیر محمدفقیر او
دوست محمد مالکي دري واړہ د ھزارہ پښتو اکېډېمۍبنیادي ممبرانو کښې شامل وو
۔ پہ ائین باندې بحث ومباحثہ او منظوري زمونږ پہ کور کښې ورکړلے شوې وہ ۔
چې درې کالہ ورستو زرین پرېشان د سعودي عرب نہ واپس راغے پہ کال نولس سوہ
وۂ ( ۱۹۹۷ ء) کښې د اباسین اکېدېمۍ بنیاد کېښودے شو ۔
پہ ګلِ صحرا کښې د د علي اکبر لالہ ، عثمان شاہ مُلاجان ، اسماعیل ګوھر ،
اسماعیل ګوھر یو تکل پہ ھفت روزہ جائزہ کښې پہ ۱۲ فرورۍ کال نولس سوہ شپږ
نتیجہ
پہ کال ۱۹۷۶ء کښې ادرہ علم و بفہ جوړہ شوې دہ ۔
پہ کال ۱۹۸۱ء کښې دپښتو ژبې اولنۍ مشاعرہ منعقد شوہ ۔ او ادارہ علم وادب
کښې د پښتو یوہ بیلہ څانګہ جوړہ کړے شوہ ۔
پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ژبې دوئمہ مشاعرہ پہ ګورنمنټ ھائی سکول بفہ کښې
اوشوہ چې زرین پریشان ، دوست محمد مالکی ، قمر صحرائی او جاوېد شاہ مستانہ
پکښې ګډون ھم کړے وۂ ۔
پہ کال ۱۹۸۵ء کښې د پښتو ادبی څانګہ بټګرام بنیاد کېښود ۔
پہ کال ۱۹۹۴ء کښې د پښتو اکېډېمۍ ھزارې بنیاد کېښودے شو ۔
پہ کال ۱۹۹۷ء د اباسین پښتو اکېډېمۍ تیګہ کېښودے شوہ ۔
لۂ دې پخښو سندونو نہ ښکارہ دہ چې کوم تنظیم پہ ھزارہ کښې اول جوړ شوے دے
، کوم ځاے د اولنۍ مشاعرې انعقاد شوے دے او د چا پہ ھزارہ کښې د پښتو ادب
لہ پارہ ھلې ځلې ډېرې دي ۔