نظم رسوا رازونه Abdul Bari Jahani Word meanings A− A+ Text size: 100% Copy Print Share Use the arrow keys to move between words. Press Enter or Space to open a meaning and Escape to close it. 01 هېري به مي نه سي چي دي غټي سترګي پورته کړلې پاس دي آسمان ته کتل 02 او را رواني دي سوې اوښکي پر مخ ورپسې نوري راغلې 03 د مرغلرو د کاروان په رسم وخوځېدې 04 او د ګرېوان اشنا مزل يې واهه ما په حيرت حيرت کتله ورته 05 هغه ګړی هر څه رسوا سوه هر څه وسپړېده د نمکۍ خندا افسون څه پټولای نه سو 06 هر څه دي وويله په هر څه وپوهېدم 07 خو زه بې وسه وزر وچه مرغه زه د تقدير قفس تړلی ومه 08 زه ستا پر لور د الوتلو نه وم ځکه مي اوښکي پاکولای نه سوای 09 ځکه مي تشه ننداره کوله Dictionary meaning × Headword