غزل

څه مې پوښتې له ژړا، راشه وگوره وريځ

Hamza Shinwari

څه مې پوښتې له ژړا، راشه وگوره وريځ

چې باران وروي، سپينه شي توره وريځ

څه په دې غم که راشي، سترگې لمدې نه کاندي

چې بې بارانه راځي، څه به وي سپوره وريځ

فصل مو پوخ د ارمان، دادی رندانو شولو

وخت د غوبل مو ر اغی، شوله سمسوره وريځ

غم ژړا راوسته ځي، ورپسې نور به راشي

په پشه کال کې راځي، نوره په نوره وريځ

اوس اسوېلي مې اشنا، چغو ته ځان جوړوي

ساکنه نه وي مدام، ډکه له شوره وريځ

ساړه اهونه به مې ستا تغافل وسيځي

کړي تندرونه پيدا، له خپله زوره وريځ

د بېلتانه له خياله، د وصال خوند وتښتي

په شين اسمان شي پيدا، له کومه لوره وريځ

داسې د زلفو سودا، خلاص د سودا نه کړمه

لکه دللمو په غم، اوري غمخوره وريځ

خوی د کاکل خو گوره، غم کړي پېرزو په رقيب

په ورانه لاره لاړه، حمزه شبکوره وريځ