نظم
صاحب
Gul Pacha Ulfatخپل تور مخ نه ويني خود بين نه دی
خپل بدليدی نشي په بدبين نه دی
که حق هر څومره وي ظاهر او باهر
ورته نه گوري ظاهربين نه دی
د عدالت تلې ته کوری کله
د چا په شانی پله بين نه دی
هغه دې مخې لره نه ورځې هېڅ
چې ډېر پيمخی ماه جبين نه دی
ورته مه وايه! د نيازمنو بد حال
صاحب نازبين دی نيازبين نه دی