غزل
څڼه وره چې ستا غم له ما جدا شو
Hamza Shinwariڅڼه وره چې ستا غم له ما جدا شو
غم يې ډېر کړو جوړې شپه لاړه سبا شو
انتظار درومي ډيوه د تصور وړي
تياره لاړه د ارمان زړه په درزا شو
غم دې ورک اوسه په دې چې غم ونه کړې
چې مې ورک شو غم، چې ستا غم مې اشنا شو
چې رقيب مخاطبه راسره نن کا
که مې خدای نه کړي غلط هغه پخلا شو
چې طلب يې رانه عذر د قصور کړ
ای قاصده مبارک شه يار زما شو
د ورک زړه غل مې بې هغه بل څوک نه دی
په ليدو مې يې مخ ستون که په خندا شو
د سپوږمۍ غوندې هر چاته نزدې ښکاري
حمزه! ووايه چې ښکلی يار د چا شو؟