غزل

ساقي په سترگو سترگو کې چې جنگ دی غوره کړی

Hamza Shinwari

ساقي په سترگو سترگو کې چې جنگ دی غوره کړی

ما کار د پيمانې وهل په ننگ دی غوره کړی

زه ستا په نيرنگيو کې فنا ومه پيدا شوم

ددې له امتزاجه مې يو رنگ دی غوره کړی

ځلا دمينې لاړه نه ادراک او نه حيرت شته

دا ځکه آيينې د زړه مې زنگ دی غوره کړی

غيرت دمحبت خو غيريت زغملی نه شي

پښتون مې محبت دی چې مې لنگ دی غوره کړی

نغمه شوه د وحدت راته کثرت چې پکې ورک شوم

اوس پس له دې مې ځکه يو آهنگ دی غوره کړی

لمن چې د بل نيسې خپل گرېوان دې څه بد نه دی

وحشته ما د چنگ د پاره چنگ دی غوره کړی

حمزه شاهان يې پرېښول برکت د وفا گوره

اشنا وې ما په واړو دا ملنگ دی غوره کړی