غزل

ساقي رامې وړه تسپې او شراب دواړه

Hamza Shinwari

ساقي رامې وړه تسپې او شراب دواړه

چې همدم کړمه ثواب او عذاب دواړه

زړه مې ځار ستا له بڼو نه تاو دې کم کړه

چې ونه سوځېږي سيخ او کباب دواړه

په ځوانۍ کې يا ديو شه، يا د بل شه

سره نه ښايي مستي او حجاب دواړه

فيصله د هوا لاس وکړه ثالث شو

سره روان وو ستا جبين او نقاب دواړه

ياره قد دې قيامت شو و حمزه ته

ترېنه هېر دې کړل حساب او کتاب دواړه