غزل

سر و مال مې له تا ځار کړو ايمان لا

Hamza Shinwari

سر و مال مې له تا ځار کړو ايمان لا

ته په ما د بې وفا کړې گومان لا

يوخو هسې خونړۍ وې د تا سترگې

بل باڼه په غشي روځي کمان لا

د ستا خال چې نشانه د کوم نظر وي

نوم يې ورک شو له دنيا نه نشان لا

ستا ديدن په ميسر په کوشش نه شي

که مې جان دجان سره شي او جان لا

ستا رات د تورو زلفو په رات پټ دی

تور کافر دې څوکيدار دي ماران لا

د غم يار به دې حمزه څه رنگ اوچت کړي

چې عاجز ده ورته مځکه اسمان لا