غزل
سرکوزي مې هله زده کړه چې سر نه و
Hamza Shinwariسرکوزي مې هله زده کړه چې سر نه و
مينې لر د عقل وليد چې بر نه و
ستا په مخ څرگند شول پټ عيبونه
ذرې کله د ليدو وې چې نمر نه و
په شپه راغلې په شپه لاړې او لاشپه ده
خبر نه وم چې دې شپې له سحر نه و
تبسم له طنزه ډک دې هم ونه کړو
دومره هم مې په ژړا کې اثر نه و
ديدن حرص د سپي په خوله کې ورکړم
نن خبر وم چې دربان دې په در نه و
اننگي دې چې شول سره زما تصوير ته
چا ويل د ړندو سترگو نظر نه و
ده ويل چې يو ليدل کوي دوه سترگي
حمزه! ستا له دورنگۍ نه خبر نه و