نظم

صبر

Gul Pacha Ulfat

ځينې وايي صبر غم کښې نه ژړل دي

د اولاد په مړينه ږيره نه شکول دي

که صحيح معنا يې غواړې زما جانه

په سختيو کښې دخپل ځان نه بايلل دي

صابر نه دی که زحمت نه څوک ويريږي

يا هرشي ته لکه ووړکی هوسېږي

بې صبرې ده چې بېځايه خوشحالی کړی

يا څوک زيات له ضرورته په قارېږي