غزل

سيند د مينې چړ دی خو واپس ولې راتلې

Hamza Shinwari

سيند د مينې چړ دی خو واپس ولې راتلې

غاړې لره بيا لکه دخس ولې راتلې

اوس چې رانه هېر يې دا قصور وايه د چا دی

باده داشنا په هر نفس ولې راتلې

زه که ستومانۍ ومه له پنده پاتې کړی

غوږ ته زما چغې دجرس ولې راتلې

مينه دې په لمسه د خرد پرېښوه زړگيه

داسې ته په دام کې د هوس ولې راتلې

بېرته ورله راغلې که آزاد شولې د زړه مرغه

بيا دې سوې چغې له قفس ولې راتلې

ضبطه زه خو چپ يم خو په تا شوم بدگومانه

خولې ته زما چغې يو په لس ولې راتلې

زه حمزه خبر نه وم دوصل له آفته

شپې د بېلتانه وې راته بس ولې راتلې